درنوهیوادوالو،دوستانواوملګرو!

ترهر څه وړاندی دافغانستان دخلکودموکراتیک ګونددسیاسی بیروغړی،دافغانستان ددموکراتیک جمهوریت صدراعظم په وطن اوخلکومین انسان ملگری سلطان علی کشتمند دمړینی له امله دهغه غمځپلی کورنۍ،دوستانو،ملګرواو ټولوهیوادوالوته دخپل ځان،کورنۍ او دافغانستان دابادۍ ګونددغړیو له خوا خواخوږۍ او ډا ډگیرنی وړاندی کوم.

نن ور ځ مونږ دلته دیوداسی شخصیت دیاداودرناوی لپاره را ټول شوی یو،چی ژوندیی زموږدوطن دتاریخ یوه مهمه برخه جوړه وی اودهیواددورونومیلیتونو،قومونو(تاجکو،هزاره و،ازبیکو،ترکمنو،بلو څو،نورستانیانو،پشه یانو،پښتنواونورو)په زړونوکی ځای درلوداو ټولوته یی په یوه سترگه کتل اودافغانستان دخلکوترمنځ ،دهر ډول توپیرنه کرکه لرله ،هغه خپل ژونددهیواددپرمختگ اوزیارایستونکی انسان دارمانونو دپوره کولو،دورونومیلیتونواوقومونولپاره دبرابرۍ او په ټوله کی دهوسا ټولنی دجوړیدولپاره وقف کړی و.اروا ښادملگری کشتمنددخپلوترقی غو ښتونکواندیښنوپه ر ڼاکی په غربت اومهاجرت هم تل دوطن اوخلکومینه په زړه کی ساتله ،دملی مترقی ځواکونودرا ټولیدواویو ځای کیدوپه اړوندیی دژوندترپایه نه ستړی کیدونکی مبارزه وکړه.دهیوادنی فراگیر غور ځنگ د اندیښنودنظریودمخکښانوله جملی څخه و.

درنو دوستانو!

مرګ دژوندیوه نه جلاکیدونکی برخه ده،خوهغوی چی خپل ژوندیی دانسان اوانسانیت،ټولینیزعدالت دتامینولو،دوطن دازادۍ،استقلال،پرمختگ اوسرلوړی لپاره وقف کړې وی،هیڅکله نه مری،نوم یی تل دتاریخ په زرینوپا ڼوکی پاتی کیږی،دهغوې له جملی نه هم یو اروا ښادملگری کشتمنددی،چی دافغانستان په ننی تاریخ دیو ر ښتینی متعهدسیاست پوه،مدبردولت مدار،دزیارایستونکوخلکو دوست،دنابرابریوپه وړاندی یی ،بیباکه مبارزه وکړه اودراتلونکونسلونولپاره یی کارنامی پریښودی.

ملگری کشتمندپه خپلوکړوسره موږ ته داجوته اوو ښوده چی انسان بایددخپل وجدان،خپلی عقیدی اوخپل ولس سره دوفادارۍ په صورت کی ،دننگونواوستونزو په زغملوسره کولای شی دیو ځواکمن اوباارادی انسان په توگه په سیاسی،اقتصادی، ټولینیزواوکلتوری ستونزوبریالی شی.

دوستانو!

نن ور ځ موږیوازی داروا ښادملگری کشتمنددمړینی له امله را ټول شوی نه یو،بلکی دتاریخ دیوی دوری دپای ته رسیدوشاهدان هم یو.هغه ویاړلی دوره چی دافغانستان په تاریخ کی یی په میړانه دهر ډول نابرابریوپه وړاندی دمبارزی بیرغ پورته اواوسنی نسل ته یی په امانتداری وسپارلو.

اوس زموږدنده ده چی دهیوادپه دی پیچلوشرایطوکی چی خلک له یوی خوا دتوری غدۍ تروزرونولاندی دناامنی،بی وزلې،ملی حاکمیت اوقانون دنه شتون په موجودیت سختی شپی او ور ځی تیروی،ضرورده چی دتیرومشرانو ‌تجربی نه په گټه اخستلواوهغوی دارمانونو دپوره کولو په خاطرخپلومسولیتونوته پاملرنه وکړواو دمبارزی بیرغ نه یوازی رپانده وساتو،بلکه راتلونکونسلونو ته یی په امانت داری وسپارو.

په دی اړونددا پو ښتنی راپیداکیږی چی:مونږ دملګری کشتمنداونورولار ښونکونه څه زده کړل؟

ایامونږ چمتویوچی دخپل ولس اوهیوادلپاره دمشروطیت اوترقی غو ښتونکو غور ځنگونوداندیښنوپه ر ڼاکی ملی مترقی مبارزی ته وفادارپاتی شو؟

ایاغواړو چی په هیواددقانون دحاکمیت درامنځته کیدو،داستقلال،ازادی اوملی حاکمیت نه ددفاع ،دورونومیلیتونو،قومونودحقوقودبرابرۍ اویووالی ،دسولۍ د ټینگښت اوپرمختگ لپاره په مو ټی سنگرکی سره یو ځای شو؟

ددی ټولوپو ښتنو ځواب یودی،اوهغه دخلکودارمانواودوطن دسمسورتیالپاره په یوه ملی-مترقی یومو ټی جبهه کی سره را ټولیدل دی.

په دی ستره اوتاریخی لاره کی دافغانستان دابادۍ ګوند،ټولوملی مترقی ځواکونوته دیووالی بلنه ورکوی.

تر څ‌داروا ښادملگری کشتمنداونورولار ښونکوارمانونودپوره کیدوسبب وگر ځی.

په پای غواړم وویایم چی:انسانان ځی،خواندیښنی یی پاتی کیږی،بدنونه خاوری کیږی،خویادونه یی تلپاتی وی.

له هغی جملی نه یوهم اروا ښادملگری کشتمنددی،موږبه دهغه اندیښنی دخپلی لاری مشعل اویادبه یی تل زموږ په زړونوکی ځای ولری.

اروایی ښاده اوارمانونه یی بریالی اوسه

محمد ولی زیارمل- رئیسی شورای اروپائی حزب آبادی افغانستان

19 مارچ 2026